غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د (AJMSO) لیدنه
غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د (AJMSO) لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي مسئول عبدالغني صدیقي د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره په لیدنه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب، د هغوی د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او په دې ولایت کې د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته اشاره وکړه او د دغو ستونزو د حل لپاره یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
له دې سره د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحي زعیم د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له فعالیتونو څخه هرکلی وکړ او د رسنیو رول یې د کلتوري او ټولنیزې ودې او د عامه پوهاوي برخه کې خورا مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې دغه اداره د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0