د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د رهبري پلاوي د سباوون راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د رهبري پلاوي د سباوون راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه

جنوري 10, 2026 - 15:57
جنوري 10, 2026 - 15:59
 1  9
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د رهبري پلاوي د سباوون راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) عمومي رئیس، عبدالقـدیم ویاړ، د هېواد د رسنیو د وضعیت د ارزونې او د خبریالانو او رسنیو د شته ستونزو د حل لارو د څېړلو په موخه، په کابل کې د سباوون راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د سباوون راډیو تلویزیون د شبکې رئیس، ښاغلي میروس پاڅون د دې شبکې د خپرونو، پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې د رسنیو په نشراتي او اقتصادي برخو کې د موجودو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه.
ښاغلي ویاړ د خلکو د پوهاوي او د عامه ذهنیت د روښانتیا په برخه کې د سباوون راډیو تلویزیون له هڅو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د یادو شویو ستونزو د حل لپاره به له اړوندو مسؤلو ادارو سره خبرې وکړي او د اصولي، عملي او باوري حل لارو د موندلو لپاره به لازمه هڅه کوي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ژمن دی چې د اغېزناکو او دوامداره فعالیتونو له لارې د هېواد د خبریالانو او رسنیو د وضعیت د ښه ‌والي لپاره عملي ګامونه واخلي.
 
کابل – د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ
 

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0