لغمان ولایت کې د «مسلکي اړیکو او اداري مهارتونو» روزنیز پروګرام ښځینه خبریالانو ته ترسره شو

لغمان ولایت کې د «مسلکي اړیکو او اداري مهارتونو» روزنیز پروګرام ښځینه خبریالانو ته ترسره شو

می 2, 2026 - 06:58
 0  6
لغمان ولایت کې د «مسلکي اړیکو او اداري مهارتونو» روزنیز پروګرام ښځینه خبریالانو ته ترسره شو

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) د هڅو په دوام چې په هېواد کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي، د لغمان ولایت ښځینه خبریالانو ته د «مسلکي اړیکو او اداري مهارتونو» روزنیز پروګرام ترسره شو.
د پروګرام هدف د ښځینه خبریالانو مسلکي وړتیاوې لوړول او رسنیزه کاري برخه کې د هغوی اړین مهارتونه ترلاسه کول وو. په ورکشاپ کې تر ډیره تمرکز د مسلکي اړیکو پر ښه‌ والي، د کاري تعامل اصول او د اداري اړینو مهارتونو زده‌کړه وه چې د رسنیزو فعالیتونو د کیفیت او اغېز په لوړولو کې مهم رول لري.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ باور لري چې د ښځینه خبریالانو د وړتیاوو لوړول د رسنیز سکټور له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او ورته روزنیز پروګرامونه به په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي. د خبریالانو د مسلکي ظرفیت لوړول کولی شي د رسنیزو تولیداتو د کیفیت په ښه‌ والي او د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حضور په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د  پروګرام ګډونوالو دغه ډول روزنیز کورسونه اغېزناک او اړین وبلل او غوښتنه یې وکړه چې ورته پروګرامونه دې په راتلونکي کې هم دوام ومومي او لا پراخ شي. هغوی ټینګار وکړ چې دا ډول روزنه کولی شي د پر خپل ځان د اعتماد په زیاتولو، د کاري مهارتونو په ښه‌ والي او په رسنیز چاپېریال کې د ښځینه خبریالانو د موقف په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ژمن دی چې په راتلونکي کې به هم خپل روزنیز، د ظرفیت‌ لوړونې او ملاتړي پروګرامونه د خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو لپاره په ټول هېواد کې جاري وساتي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0