د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کندهار ولایت رسنۍ وکتلې

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کندهار ولایت رسنۍ وکتلې

فبروري 2, 2026 - 11:14
فبروري 2, 2026 - 16:03
 0  8
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کندهار ولایت رسنۍ وکتلې
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کندهار ولایت رسنۍ وکتلې
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کندهار ولایت رسنۍ وکتلې
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کندهار ولایت رسنۍ وکتلې
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس عبدالقدیم ویاړ، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له رسنیو څخه لیدنه وکړه.
ددغو لیدنو هدف د کندهار ولایت د رسنیو د ستونزو او ننګونو څېړل، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ظرفیت لوړل او د هغوی هڅول چې خلکو ته دقیق، مسوولانه او پر وخت معلومات ورسوي.
په دې لیدنه کې ښاغلي ویاړ د ټولنې د پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې، د دې بنسټ له اساسي لومړیتوبونو څخه دی.
همدارنګه، د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو لارو لټون، د خبریالانو د مسلکي مهارتونو لوړولو او له اړوندو مسوولینو سره د رسنیو او خبریالانو د غوښتنو او ستونزو شریکولو باندې هم بحث وشو.
د غونډې په پای کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر ډاډ ورکړ چې دا بنسټ به د کندهار ولایت د رسنیو ستونزې او وړاندیزونه له اړوندو مسوولینو سره شریک کړي او د رسنیو د وضعیت د ښه والي لپاره به عملي او اغېزناک ګامونه واخستل شي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0