د پکتیا له سیمه ییزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

د پکتیا له سیمه ییزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

می 17, 2026 - 17:40
می 17, 2026 - 17:41
 0  8
د پکتیا له سیمه ییزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

۱۴۰۵کال، ثور ۲۷-  پکتیا

پکتیا ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي او د اطلاعاتو او کلتور ولایت مسوولینو ددغه ولایت له غږیزو رسنیو څخه  لیدنه وکړه.
 د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د یادې لیدنې پرمهال وویل، اوسمهال د مسوولینو او رسنیو ترمنځ ډیره ښه همغږي رامنځته شوې، ولایتي مسوولین د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او رسنۍ د دقیقو او کره اطلاعتو په رسونه کې مهمه ونډه لري. 
د سیمه ‌ییزو غږیزو رسنیو مسؤلینو د خپلو نشراتو، فعالیتونو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د راډیوګانو د اقتصادي وضعیت ښه والې او ملاتړ غوښتنه یې وکړه. دوی ټینګار وکړ، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه باید رسنیو سره د ظرفیت لوړونې او د رسنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي اصیل ځاځي د دغې لیدنې پرمهال خلکو ته د پروخت اطلاعاتو د رسولو برخه کې د غږیزو رسنیو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې  د رسنیو د پیاوړتیا لپاره تر دې دمه زیاتې هڅې شوې دي خو لا هم اړتیا شته چې د رسنیو د ظرفیت لوړونې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېر کار وشي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0