لغمان کې د زلزلې له امله د ژوبل ژورنالیست د روغتیایي حالت پوښتنه وشوه

لغمان کې د زلزلې له امله د ژوبل ژورنالیست د روغتیایي حالت پوښتنه وشوه

اپرېل 7, 2026 - 16:59
اپرېل 18, 2026 - 16:28
 0  11
لغمان کې د زلزلې له امله د ژوبل ژورنالیست د روغتیایي حالت پوښتنه وشوه


ننګرهار/ سه شنبه/ وري ۱۸مه
ننګرهار کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ استازي فقیرمحمد فقیرزي د لغمان ولایت د ژوبل ژورنالیست همېشه ګل رحمیزي د روغتیایي حالت پوښتنه وکړه.
رحیمزی په لغمان کې د زیار راډیو کارکوونکی دی او تېره جمعه ماسختن د زلزلې پرمهال یې پښه ماته شوې ده.نوموړی اوس د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د زیار راډیو کارکوونکي همېشه ګل رحیمزي د بنسټ د ډاډ او حال پوښتنې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې، د هغه د درملنې او لاسنیوي برخه کې لازمه همکاري وشي.
ښاغلي فقیرزي نوموړي ته د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له لوري د اړینې مرستې ډاډ ورکړ.
فقیرزي زیاته کړه چې، د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د افغان رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او په هر حالت کې د دوی ترڅنګ ولاړدی.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0