د کونړ ولایت د امر بالمعروف ریاست سره د AJMSO ناسته 

د کونړ ولایت د امر بالمعروف ریاست سره د AJMSO ناسته 

اپرېل 27, 2026 - 14:21
می 4, 2026 - 12:47
 0  5
د کونړ ولایت د امر بالمعروف ریاست سره د AJMSO ناسته 

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي مسئول عبدالقدوس شمس، د کونړ ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له رئیس سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې پر وخت او کره اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیا، د خبریالانو د ستونزو د اورېدو او حل میکانیزم او همدارنګه د رسنیو د شته ستونزو د ارزونې او حل لارو په اړه مفصیلې خبرې وشوې. ښاغلي شمس د بنسټ د فعالیتونو، موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رییس د ښه حکومتولۍ لپاره د رسنیو ونډه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له خبریالانو سره به د همکارۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي. نوموړي همدارنګه د AJMSO د فعالیتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دغه بنسټ سره به همغږۍ او ګډ کار ته دوام ورکړي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ هڅه کوي چې د خبریالانو او حکومتي او غیر حکومتي ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او متقابل تفاهم لپاره دغه شان ناستو ته دوام ورکړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0