د کنړ ولایت له رسنیو لیدنه وشوه

د کنړ ولایت له رسنیو لیدنه وشوه

اپرېل 1, 2026 - 11:37
اپرېل 8, 2026 - 12:07
 0  12
د کنړ ولایت له رسنیو لیدنه وشوه

د افغان خبریالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولايتي استازي عبدالقدوس شمس په کونړ ولايت کې د ځلا ، ښکلا او بدلون راډيو ګانو څخه ليدنه وکړه.
په يادو لیدنو کې نوموړي د رسنيو له مسوولينو سره د ناستې پر مهال د افغان خبریالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات شريک کړل.
نوموړي وويل چې  د افغان خبريالانو او رسنيو ملاتړ بنسټ د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ په موخه  فعاليت کوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه يې جواز ترلاسه کړی او د رسنيو د حقونو او خبريالانو د ملاتړ او روزنې په موخه له دوی سره له نږدې کار کوي.
هغه همدا راز دغه بنسټ د ټولو رسنوالو او خبريالانو ګډ کور ياد کړ او دوی ته يې د همکاريو ډاډ ورکړ.
د راډيو ګانو مسوولينو د ليدنو پر مهال د افغان خبریالانو او رسنيو ملاتړ بنسټ په فعاليت خوښي وښوده او ژمنې يې وکړې چې له دغه بنسټ سره به اوږه په اوږه کار کوي.
دوی له ياد بنسټ څخه د ژورناليستانو د روزنې، د رسنيو د مالي ملاتړ پر جذب کولو او نورو اړينو برخو کې د همکاريو او مرستو غوښتنې هم وکړې.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 1
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0