د کونړ ولايت له مسوولينو سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي ليدنه
د کونړ ولايت له مسوولينو سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي ليدنه
په کونړ ولايت کې د AJMSO ولايتي استازي، عبدالقدوس شمس د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست جنت ګل فدا سره ليدنه وکړه.
ښاغلي شمس په دې ليدنه کې په کونړ کې د خبريالانو او رسنيو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې يې د ټولو دولتي ادارو د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
بلخوا د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست د يادې ناستې پر مهال په دغه ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د فعاليت له پيل څخه هرکلی وکړ او له بنسټ څخه يې وغوښتل چې د خبريالانو او رسنيو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرامونه او مسلکي ملاتړ په پام کې ولري.
د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو لپاره د خوندي کاري چاپېريال د رامنځته کولو په موخه هڅې کوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0