د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړبنسټ مشرعبدالقدیم ویاړ د هرات د والي له مرستیال سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
په یاده لیدنه کې د خبریالانو کاري ستونزو او ننګونو ته د جدي پاملرنې پر اړتیا ټینګار وشو. همدارنګه د هرات د رسنیو وضعیت، شته فرصتونه او هغه فعالیتونه چې کولای شي په دغه ولایت کې د رسنیز کار د ښه والي لامل شي د بحث له اصلي موضوعاتو څخه وو.
د دې لیدنې له مهمو محورونو څخه یو هم د هرات په کچه د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وه. په همدې توګه، د دولتي بنسټونو له لوري اطلاعاتو ته لاسرسی او د اطلاعاتو د ورکړې بهیرکې د اسانتیا پر اړتیا ټینګار وشو.
همدارنګه، د خبریالۍ د کار لپاره د لا ښې زمینې برابرولو او په دغه ولایت کې د خبریالانو د مسلکي فعالیت لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې او دواړو لوریو د هرات له خبریالانو او رسنیو سره پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
په پای کې د هرات د والي مرستیال له خبریالانو او رسنیو سره د ولایتي ادارې د همکارۍ لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس هم په هرات ولایت کې د رسنیو د وضعیت او د خبریالۍ د کار د ښه والي په موخه د رغنده خبرو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.