په هرات ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د مشر لیدنه

په هرات ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د مشر لیدنه

فبروري 1, 2026 - 23:09
فبروري 2, 2026 - 16:09
 0  19
په هرات ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د مشر لیدنه
په هرات ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د مشر لیدنه
په هرات ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د مشر لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس (AJMSO) رییس عبدالقدیم ویاړ، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له یو شمېر ښځینه خبریالانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښځینه خبریالانو خپلې کاري ستونزې او ننګونې له ښاغلي ویاړ سره شریکې کړې او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه، د رسنیو وضعیت، خپلې غوښتنې او اړتیاوې یې ورسره مطرح کړې. هغوی د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د کاري وضعیت د لا ښه والي لپاره د ملاتړو بنسټونو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس د هرات د ښځینه خبریالانو له هڅو او فعالیتونو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې مطرح شوې ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکوي او د عملي حل‌لارو د موندلو لپاره به هڅه کوي. نوموړي همدارنګه د معلوماتو ته د لاسرسي د ښه کېدو او د اغېزناکې رسنیزې فضا د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي ویاړ همدارنګه ژمنه وکړه چې د روزنیزو او ملاتړو پروګرامونو له لارې د ښځینه خبریالانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي، تر څو هغوی وکولای شي خپل رسنیز کارونه په لا زیاته وړتیا او ډاډ سره پر مخ بوځي.
ښځینه خبریالانو د AJMSO ادارې له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ هرکلی وکړ.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 2
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0