په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ شو

په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ شو

فبروري 18, 2026 - 00:45
فبروري 18, 2026 - 00:49
 0  5
په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ AJMSO په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
دغه  ورکشاپ د ښځینه خبریالانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه، په ځانګړې توګه د ډیجیټلي خوندیتوب او سایبري ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې ترسره شو. په دغه روزنیز پروګرام کې مهم موضوعات لکه د سایبري ګواښونو پېژندنه، د اکاونټونو او شخصي معلوماتو د ساتنې لارې چارې، په ټولنیزو شبکو کې امنیت، د انلاین خوندي اړیکو طریقې، د کوډونو او پاسورډونو مدیریت، د فیشینګ بریدونو مخنیوی او د ډیجیټلي خطرونو د کمولو عملي لارې چارې تدریس شوې.
په ورکشاپ کې د هېواد له بېلابېلو رسنیو څخه شاوخوا شل تنه ښځینه خبریالانو ګډون کړی و او په بحثونو او عملي تمرینونو کې یې فعاله ونډه واخیسته. ګډونوالو همدارنګه د خپلو انلاین فعالیتونو پر مهال شته ستونزې شریکې کړې او د رسنیزو فعالیتونو د ډیجیټلي خوندیتوب په اړه یې نظرونه شریک کړل.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو لپاره د سایبري امنیت اهمیت ته په کتو، د دې ډول پروګرامونو جوړول د هغوی د پوهاوي لوړولو او مسلکي ارتقا لپاره یو مهم ګام بولي.
یاد بنسټ ژمن دی چې په راتلونکي کې به هم بېلابېلو برخو کې ورته روزنیز پروګرامونه د خبریالانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړاوي لپاره برابروي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0