د اروزګان اطلاعات او کلتور ریاست سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه
د اروزګان اطلاعات او کلتور ریاست سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي همکار اجمل وصال د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي رحمت الله ریحان سره ولیدل او د بنسټ د فعالیتونو او موخو په اړه یې ورته معلومات ورکړل.
د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي رحمت الله ریحان د AJMSO په څیر بنسټونو موجودیت د خبريالانو او رسنيو لپاره مهم وباله او نوموړي ته يې دغه ولایت کې د یاد بنسټ د استازي په توګه د مسؤليت د ښه ترسره کيدو برخه کې د هر ډول همکاریو او ملاتړ ژمنه ورکړه.
د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ د هېواد په ټولو ولایتونو کې فعال حضور او استازي لري او هڅه کوي چې د رسنیو د فعالیت لپاره خوندي، مسلکي او همغږی چاپېریال رامنځته کړي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0