پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي ددغه ولایت له مسوولینو سره وکتل

پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي ددغه ولایت له مسوولینو سره وکتل

مارچ 3, 2026 - 10:45
اپرېل 18, 2026 - 16:29
 0  11
پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي ددغه ولایت له مسوولینو سره وکتل

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازي، محمد نذیر دانش، د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس شمس‌الحق صدیقي سره ولیدل.
په دغې تعارفي ناسته کې، د بنسټ ولایتي استازي، د بنسټ د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د پروان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره معلومات شریک کړل.
د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس‌الحق صدیقي،  په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د رسنیو د پیاوړتیا په برخه کې به د دې بنسټ له فعالیتونو سره همکاري او ملاتړ کوي.
همدارنګه، د بنسټ ولایتي استازي څرګنده کړه چې په دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په موخه، د خبریالانو او د ادارو د مطبوعاتي مسوولینو د ظرفیت لوړولو لپاره اړین پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. هغه له ټولو اړوندو ادارو څخه په دې برخه کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمس‌الحق صدیقي ژمنه وکړه چې په پروان ولایت کې به د بنسټ د پروګرامونو او فعالیتونه لپاره هر راز اصولي اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به له هر ډول ملاتړ څخه ډډه ونه کړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0