د پروان ولایت د رسنیو له مسؤلینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه
د پروان ولایت د رسنیو له مسؤلینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه
پروان ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي محمد نذیر دانش، د رسنیو د ستونزو د ارزونې او له رسنیو سره د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د یو شمېر راډیوګانو له مسؤلینو او د یاد ولایت د پوهنتون د ژورنالېزم څانګې له استازو سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې محمد نذیردانش(AJMSO) د ټولو رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو ګډ کور وباله او ټینګار یې وکړ چې بنسټ د خبریالانو د حقونو د دفاع، مسلکي ودې او په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي. هغه همدارنګه د راډیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې (AJMSO) هڅه کوي ترڅو په پروان کې د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ همغږي لا زیاته او پیاوړې کړي.
د رسنیو مسؤلینو د (AJMSO) فعالیتونه مثبت وبلل او ژمنه یې وکړه چې له دې بنسټ سره به ګډه همکاري نوره هم پراخه کړي او د رسنیو د چارو د ښه والي لپاره به هر اړخیزې هڅې ترسره کړي. هغوی همدارنګه د خبریالانو د مسلکي زده کړو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، د رسنیو لپاره د مالي سرچینو د جلب او د رسنیز سکتور د نورو اړتیاوو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ملاتړ او د مسلکي معیارونو د لوړولو په موخه فعالیت کوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0