د لوګر ولایت د خبریالانو او دولتي ادارو ترمینځ د همغږۍ ناسته وشوه

د لوګر ولایت د خبریالانو او دولتي ادارو ترمینځ د همغږۍ ناسته وشوه

اپرېل 2, 2026 - 11:51
اپرېل 18, 2026 - 16:40
 0  3
د لوګر ولایت د خبریالانو او دولتي ادارو ترمینځ د همغږۍ ناسته وشوه

دغه ناسته چې مشري یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري کوله  پکې د ولایت مقام د استازي په شمول د یو شمیر حکومتي ادارو مسوولینو او ویندویانو، د خبريالانو او رسنيو ملاتړ بنسټونو استازو او د دولتي او خصوصي رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د رسنیزو فعالیتونو د لاښه والي په خاطرد رسنیود ملاتړو بنسټونو د چارو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، لوګر کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ استازی موسی عديل او د ولایت مقام نوی تاکل شوی ویاند د ناستې ګډونوالو ته وروپېژندل او د دوی ټاکل کيدل یې له رسنيو سره د همکاري او ملاتړ برخه کې پرځای او اغیزناک ګام وباله.
همدارنګه د رسنیو مسوولینو په وار سره، مالوماتو ته د لاسرسي، اقتصادي ستونزو،  انټرنیټ او یو شمېر نورو برخو کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0