لغمان  کې د سیمه ایزې ادارې، يوناما او رسنيو ترمنځ ګډه ناسته وشوه

لغمان  کې د سیمه ایزې ادارې، يوناما او رسنيو ترمنځ ګډه ناسته وشوه

می 6, 2026 - 17:12
 0  7
لغمان  کې د سیمه ایزې ادارې، يوناما او رسنيو ترمنځ ګډه ناسته وشوه


چهارشنبه/ د ثور ۱۶ مه
یاده ناسته په ختيځ کې د يوناما دفتر لخوا د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشري جوړه شوې وه، چې د لغمان د رسنيو مسولينو، په لغمان کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنست ولايتي مسوول، د ولایت وياند، د يوناما دفتر څخه راغلي پلاوي او يو شمېر خبريالانو پکې ګډون کړی و.
په ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ښه راغلاست ترڅنګ د یوناما له استارو مننه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو غږ اوري، هغه وویل په دې ولایت کې رسنۍ او خبریالان د امارت له ځانګړي طرزالعمل سره بشپړه ازادي لري، اطلاعاتو ته لاس رسی ورته اسان دی، مسؤلینو سره د اړتیا پرمهال هر وخت اړیکه نیولی شي.
نوموړی زیاته کړه چې ددې ولایت رسنیو او خبریالانو ته یې ډیر سهولتونه برابر کړي خو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوناما باید له خپلو همکارو نړیوالو ادارو سره خبرې وکړي ترڅو د هرې پروژې د پیل مخکې د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي تبلیغاتي پروسه تطبیق کړي هم به د رسنیو اقتصادي وضعیت سم شي او هم به ولس کې د عامه پوهاوي کچه ډیره شي.
لغمان کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولايتي مسوول عتيق الله قریشي  د رسنيو مالي ملاتړ ترڅنګ ژورناليستانو لپاره د مصنوعي زيرکتيا څخه د سالمې ګټې اخيستنې، ډيجیټلي، رواني او فزيکي خونديتوب او د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په برخه کې د يو شمېر ښوونيزو برنامو غوښتنه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې رسنيو سره د يوناما په همکارۍ ټينګار وکړ او له دوی څخه يې وغوښتل چې د رسنيو مالي او رسنيز ملاتړ وکړي.
وروسته په ختيځ کې د يوناما دفتر سرپرست "رومل ديلاروسو" وویل زه ډیرخوشحاله یم چې لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ولایتي ادارې او رسنیو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده، وایي دا لویه بریا ده.
نوموړي د رسنيو مالي وضعيت خواشينونکی وبله او زیاته یې کړه چې له خپله اړخه به هڅه وکړي څو رسنيو ته داسې لارې چارې وګوري چې د دوی مالي ملا تړ پرې وشي.
هغه همداراز وويل چې د ژورناليستانو د روزنې په برخه کې به هم د ځينې پروګرامونو برابرولو لپاره کوښښ وکړي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0