د افغان خبريالانو او رسنيو ملاتړ بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ رئيس او د اترا ولايتي استازي سره وکتل

د افغان خبريالانو او رسنيو ملاتړ بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ رئيس او د اترا ولايتي استازي سره وکتل

جولای 22, 2026 - 19:12
 0  3
د افغان خبريالانو او رسنيو ملاتړ بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ رئيس او د اترا ولايتي استازي سره وکتل

د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ ولايتي مسوول عبدالقدوس شمس، په کونړ ولايت کې د ښکلا، بدلون او ځلا راډيوګانو د استازو په ملتیا د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ رئيس او د اترا ادارې له ولايتي استازي سره د اف ايم راډيوګانو لپاره د بانډ پاس فلټر د نصب په اړه ګډه ناسته وکړه.
د ناستې په پيل کې عبدالقدوس شمس د موضوع په تړا هراړخيزې  خبرې وکړې او ورپسې د رسنيو استازو خپلې اقتصادي ستونزې او اندېښنې شريکې کړې. هغوی وويل چې کونړ يو لرې پروت سرحدي ولايت دی هوايي ډګر نه لري او د اف ايم راډيوګانو شمېر هم ډېر محدود دی. له همدې امله يې غوښتنه وکړه چې د بانډ پاس فلټر د نصب په اړه دې د کونړ ځانګړي شرايط او د رسنيو اقتصادي ستونزې په پام کې ونيول شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ رئيس د رسنيو د استازو غوښتنې واورېدې د همکارۍ ډاډ يې ورکړ او ويې ويل چې د کونړ د رسنيو يادې ستونزې او غوښتنې به له مرکزي ادارې سره شريکې کړي. نوموړي زياته کړه چې د دې ستونزې د حل سربیره به هڅه وکړي څو د رسنيو د پياوړتيا او ملاتړ په نورو برخو کې هم لازمې مرستې او همکارۍ وشي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0