د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 

فبروري 8, 2026 - 22:50
فبروري 8, 2026 - 22:51
 0  1
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د کاپیسا ولایت له رسنیو لیدنه وکړه 

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) مشر عبدالقدیم ویاړ، کاپیسا ولایت ته د خپل کاري سفر په جریان کې له یو شمېر ځایي رسنیو لیدنه وکړه.
ښاغلي ویاړ په دې لیدنه کې رسنیز کار او معلوماتو ته لاسرسی د ټولنې اساسي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې رسنۍ د خلکو د پوهاوي، زده‌ کړې او روښانتیا په برخه کې مهم رول لري. نوموړي د اغېزناکه او مسوولانه اطلاع‌ رسونې برخه کې د خبریالانو رول خورا ارزښتناک وباله.
د AJMSO مشر د کاپیسا د ځایي رسنیو له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل:
(رسنیز کار د ټولنې د پوه او لوستي قشر له لوري یوه ارزښتناکه هڅه ده چې موخه یې له خلکو سره د سم او پر وخت معلوماتو شریکول دي).
هغه همدارنګه ځایي رسنۍ د سیمه ‌ییزو ژبو او لهجو له لارې د معلوماتو د رسولو تر ټولو غوره وسیله وبلله او زیاته یې کړه چې دغه رسنۍ د سیمه ‌ییزو دودونو او ارزښتونو په ساتنه او د ټولنیز یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د یادې لیدنې په پای کې ښاغلي ویاړ له ځایي رسنیو او خبریالانو څخه د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0