د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ استازي د فراه ولایت له مسؤلینو سره تعارفي لیدنه وکړه

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ استازي د فراه ولایت له مسؤلینو سره تعارفي لیدنه وکړه

فبروري 22, 2026 - 15:29
فبروري 22, 2026 - 16:29
 0  1
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ استازي د فراه ولایت له مسؤلینو سره تعارفي لیدنه وکړه

په فراه ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتی استازي ابراهیم محمدي د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي عبدالحی سباوون او د اطلاعاتو آمر فاضل فیاض سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د AJMSO استازي ابراهیم محمدي په فراه کې د خبریالانو د ستونزو د حل په برخه کې د دې بنسټ پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې بنسټ هڅه کوي څو په دغه ولایت کې د رسنیو لپاره غوره کاري زمینه برابره کړي او په خپل وار سره د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه روزنیز او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پلي کړي.
همداراز د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحي سباوون په دغې لیدنه کې د خبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ وښود  او څرګنده یې کړه چې هڅه به وکړي څو د رسنیزو فعالیتونو او د خبریالانو د کاري چارو لپاره لا ښه زمینه برابره شي او د هغوی د مسلکي مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره مناسب شرایط رامنځته شي. نوموړي د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ سره پر دوامداره همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او د رسنیو رول یې په سالم، دقیق او مسلکي توګه اطلاع رسونه کې مهم وباله.
د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خبریالانو د ملاتړ، د هغوی د حقونو د دفاع او په ټول هېواد کې د رسنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه هڅه او فعالیت کوي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0