د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د مشر لیدنه

فبروري 9, 2026 - 12:27
 0  2

 د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) مشر عبدالقدیم ویاړ، د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره په یوه لیدنه کې د خبریالانو او ځایي رسنیو د کاري وضعیت د ښه ‌والي او د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې اطلاعاتو ته د لا ښه لاسرسي، د رسنیزو فعالیتونو لپاره د لا ښه او خوندي چاپېریال د رامنځته کولو او د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د نورو حکومتي ادارو د همکارۍ د جلبولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر اطلاعاتو ته د آزاد لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د مسلکي رسنیز کار له بنسټیزو شرطونو څخه دی.
په همدې حال کې مولوي کریم‌الله وثیق، د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ژمنه وکړه چې د دې ولایت په کچه به خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره کړي او د رسنیزو چارو په ټولو برخو کې د اداري موضوعاتو او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ په ګډون د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
دا لیدنه د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ له هغو هڅو څخه ده چې د هېواد په ولایتونو کې د رسنیو د کاري وضعیت د ښه ‌والي او خبریالانو د ښه کاري چاپیریال د رامنځته کیدو لپاره ترسره کېږي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0