په فراه ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانواو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس لیدنه
په فراه ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره د افغان خبریالانواو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس لیدنه
د افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ مشرعبدالقدیم ویاړ په فراه ولایت کې له ښځینه خبریالانو سره په یوې لیدنه کې هغوی د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ټولنې ته د اطلاعاتو رسولو او پوهاوي په برخه کې یې د ښځینه خبریالانو رول مهم او ارزښتناک وباله.
په دغه لیدنه کې د ښځینه خبریالانو د هڅونې ترڅنګ، د هغوی ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه په مستقیم ډول واورېدل شول. ښځینه خبریالانو خپلې غوښتنې او اندېښنې د کاري وضعیت، په ځانګړې توګه د اقتصادي او مسلکي ستونزو په تړاو له ښاغلي ویاړ سره شریکې کړې.
د افغان خبریالانو اوسنیو د ملاتړ بنسټ مشر د ښځینه خبریالانو د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار وکړ او هغوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ او ملتیا ډاډ ورکړ. نوموړي باور ورکړ چې مطرح شوې ستونزې او غوښتنې به له اړوندو مسوولو ادارو سره شریکې شي، تر څو د حل لپاره یې لازم ګامونه واخیستل شي.
همدارنګه، په دې لیدنه کې د ښځینه خبریالانو د ظرفیت لوړولو لپاره د منسجمو هڅو پر اړتیا ټینګار وشو او ژمنه وشوه چې دغه بنسټ به د روزنې او مسلکي ملاتړ په برخه کې ځانګړي پروګرامونه عملي کړي.
په پای کې ښځینه خبریالانو دغه شان ناستې او مجلسونه په فراه ولایت کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ، همغږۍ او د هغوی د هغوی د هڅونې په برخه کې یو مهم ګام وباله.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
1
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
1