د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس عبدالقدیم ویاړ، د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس انعامالله سمنګاني سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندهار ولایت د رسنیو او خبریالانو د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې. د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی، د رسنیو اقتصادي ستونزې او د خبریالانو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه د دې خبرو اترو مهم موضوعات وو.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس د رسنیو ملاتړ، د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو برابرول او اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د اغېزناک میکانیزم رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
له دې سره د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس خبریالانو او رسنیو سره د دې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د همغږۍ د ښه والي، د شته ستونزو د حل او د خبریالانو د ظرفیت لوړولو لپاره به ددوی هڅې دوام ولري.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د ورته ناستو د دوام او ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ، تر څو په کندهار ولایت کې د رسنیو وضعیت لا ښه او سالمې او مسلکي اطلاع رسونې ته وده ورکړل شي.