د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه

فبروري 23, 2026 - 12:50
اپرېل 18, 2026 - 16:38
 0  9
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه

په لوګر ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) له لوري موسی عدیل د دغه بنسټ د ولایتي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، د رسمي همغږۍ او پېژندنې په موخه د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.
په دغې ناسته کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري او د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي ګډون درلود. د اطلاعاتو او کلتور رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې د رسنیو ملاتړ او د خبریالانو د ستونزو حل د ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او د یاد بنسټ د فعالیت پیل یې په لوګر کې د رسنیز ډګر د پیاوړتیا لپاره یو مثبت پرمختګ وباله. نوموړي د همکارۍ، همغږۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړ.
ورپسې د بنسټ ولایتي استازي موسی عدیل څرګنده کړه چې دوی به په لوګر کې د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د ظرفیت جوړونې پروګرامونو پلي کولو او د رسنیو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه چې یاد بنسټ د خبریالانو د حقونو د دفاع او د قانوني ملاتړ په برخه کې جدي هڅې کوي او غواړي په لوګرولایت کې د رسنیو لپاره خوندي او منظم کاري چاپېریال رامنځته شي.
په دغې لیدنه کې دواړو لورو د دوامداره همکارۍ او متقابل تفاهم پر اړتیا ټینګار وکړ، څو په لوګر کې د رسنیو فعالیتونه لا اغېزناک او منسجم شي.
د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو د ملاتړ او مسلکي ودې لپاره فعالیت کوي

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0