د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره وکتل
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره وکتل
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي له مولوي شمسالله محمدي، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس او د یاد ریاست د اطلاعاتو آمر سید تواب هاشمي سره وکتل.
په دغې لیدنه کې امینالله عالمي د یاد بنسټ په استازیتوب د بنسټ د موخو، جوړښت او کاري پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې د بنسټ د فعالیتونو موخه د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د رسنیزو فعالیتونو ملاتړ، د رسنیو د کارکوونکو له حقونو دفاع او د روزنیزو فرصتونو برابرول او د مسلکي ظرفیتونو لوړول دي.
په ناسته کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او په یاد ولایت کې د رسنیو د فعالیت لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په لارو چارو خبرې وکړې او د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ یې ټینګار وکړ.
مولوي شمسالله محمدي په دغې لیدنه کې د رسنیو رول د عامه پوهاوي او د پېښو د انعکاس په برخه کې مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې له بنسټ، خبریالانو او رسنیو سره لازمې همکارۍ ولري.
همداراز د فاریاب د اطلاعاتو آمر د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ او یووالي ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول لیدنې به د خبریالانو د ظرفیتونو د لوړولو او په فاریاب ولایت کې د رسنیو د وضعیت د ښه والي لامل شي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ تل هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو ستونزې او وړاندیزونه په اصولي ډول له اړوندو ادارو سره شریک کړي او ورته مناسبې حل لارې ولټوي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0