د بامیانو ولایت له مسوولینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه
د بامیانو ولایت له مسوولینو سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي استازي لیدنه
په بامیانو ولایت کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استازي زمان علي ادیب، د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي مصطفی صالح سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې زمان علي ادیب د یاد بنسټ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د بنسټ د موخو، ماموریتونو او فعالیتونو په اړه یې چې د خبریالانو او رسنیو د حقوقي او مسلکي ملاتړ په موخه ترسره کېږي، مفصلې څرګندونې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې دا بنسټ د بیان ازادۍ د دفاع، د خبریالانو د کاري خوندیتوب او په ټولنه کې د رسنیو د رول د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي.
د AJMSO ولایتي استازي همداراز معلوماتو ته د لاسرسي حق د رسنیز فعالیت له اساسي اصولو څخه وباله او ویې ویل چې د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ متقابلې همکارۍ کولای شي د روڼتیا، حساب ورکونې او د عامه باور د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
بلخوا د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي مصطفی صالح د یاد بنسټ د ولایتي استازي له معرفي څخه هرکلی وکړ او د خبریالانو او رسنیو رول یې په سالمه اطلاع رسونه او ټولنې ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې مهم وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د اړوندو اصولو او طرزالعملونو په چوکاټ کې د دې ولایت له خبریالانو او رسنیو سره دوامداره همکاري ولري. هغه همداراز ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي چې معلوماتو ته د لاسرسي او د رسنیزو فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لورو په بامیانو ولایت کې د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د ملاتړ او ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0