د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي مسؤول لیدنه 

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي مسؤول لیدنه 

مارچ 23, 2026 - 10:42
اپرېل 8, 2026 - 12:07
 0  9
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د ولایتي مسؤول لیدنه 

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي مسوول احمد جواد فروغ د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د خبریالانو د حقونو د دفاع، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د رسنیو کارکوونکو لپاره د خوندي کاري چاپېریال په رامنځته کولو کې یې د دې بنسټ پر مهم رول ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه هغو ستونزو او ننګونو ته اشاره وکړه چې خبریالان په ولایتي کچه ورسره مخ دي او د دې ستونزو د حل لپاره یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د بنسټ له فعالیتونو هرکلی وکړ او د رسنیو رول یې د فرهنګي، ټولنیز پرمختګ او عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې دغه اداره د قوانینو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
په پای کې دواړو لورو د ګډو ناستو پر دوام، لا زیاتې همغږۍ او بدخشان ولایت کې د خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ تر څو د مسلکي او اغېزناکو رسنیزو فعالیتونو لپاره لا ښه زمینه برابره شي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0