په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ شو
په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ AJMSO په کابل کې ښځینه خبریالانو ته د سایبري امنیت انلاین روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
دغه ورکشاپ د ښځینه خبریالانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه، په ځانګړې توګه د ډیجیټلي خوندیتوب او سایبري ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې ترسره شو. په دغه روزنیز پروګرام کې مهم موضوعات لکه د سایبري ګواښونو پېژندنه، د اکاونټونو او شخصي معلوماتو د ساتنې لارې چارې، په ټولنیزو شبکو کې امنیت، د انلاین خوندي اړیکو طریقې، د کوډونو او پاسورډونو مدیریت، د فیشینګ بریدونو مخنیوی او د ډیجیټلي خطرونو د کمولو عملي لارې چارې تدریس شوې.
په ورکشاپ کې د هېواد له بېلابېلو رسنیو څخه شاوخوا شل تنه ښځینه خبریالانو ګډون کړی و او په بحثونو او عملي تمرینونو کې یې فعاله ونډه واخیسته. ګډونوالو همدارنګه د خپلو انلاین فعالیتونو پر مهال شته ستونزې شریکې کړې او د رسنیزو فعالیتونو د ډیجیټلي خوندیتوب په اړه یې نظرونه شریک کړل.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو لپاره د سایبري امنیت اهمیت ته په کتو، د دې ډول پروګرامونو جوړول د هغوی د پوهاوي لوړولو او مسلکي ارتقا لپاره یو مهم ګام بولي.
یاد بنسټ ژمن دی چې په راتلونکي کې به هم بېلابېلو برخو کې ورته روزنیز پروګرامونه د خبریالانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړاوي لپاره برابروي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0