د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څيړنو کمیسیون غونډه ترسره شوه
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څيړنو کمیسیون غونډه ترسره شوه
1. د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څيړنو کمیسیون غونډه ترسره شوه
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون نوبتي غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معین، مولوي حیاتالله مهاجر فراهی، په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د هېواد د رسنیو پر وضعیت بحث وشو او د کمیسیون د کار د پرمختګ، همدارنګه د تېرې یوې میاشتې د پرېکړو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې شو. د اړوندو موضوعاتو د لا زیات تعقیب پر اړتیا ټینګار وشو.
همدارنګه په دې غونډه کې د یوې رسنۍ او د هغې د پخواني کارکوونکي ترمنځ د کاري قرارداد د ستونزې، د یو کس له لوري د یوه یوټیوب چینل د تخلف شکایت، او د ځینو کورنیو رسنیو او یو شمېر دولتي ادارو له خوا د هېواد د یوه سرحد د نوم ناسم کارولو پر موضوعاتو بحث وشو او د هرې قضیې د حل لپاره لازمې پرېکړې وشوې.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0