د بلخ مرستیال والي سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه
د بلخ مرستیال والي سره د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ لیدنه
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازي صبغت الله توران د یاد ولایت له مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس سره د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د رسنیو او سیمه ییزو مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه لیدنه وکړه.
په دغه غونډه کې دواړو لورو د خبریالانو او مسؤلو ادارو ترمنځ د موثر تعامل د پیاوړتیا پر لارو چارو، د بلخ ولایت د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو د وضعیت ارزونې، د شته ستونزو او ننګونو د پېژندنې او د خبریالانو د غوښتنو د حل لارو په اړه خپل نظرونو شریک کړل.
په بلخ ولایت کې د (AJMSO) استازي صبغت الله توران معلوماتو ته پر وخت نه لاسرسی، اقتصادي ستونزې او د رسنیو او خبریالانو لپاره د ملاتړیزو پروګرامونو نشتوالی د بلخ د خبریالانو له مهمو ستونزو څخه یادې کړې.
د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس، د خلکو د پوهاوي لوړولو او په ټولنه کې د شفافیت د رامنځته کولو په برخه کې د رسنیو رول مهم او اغېزناک وباله او ویې ویل چې په دغه ولایت کې به د رسنیو د سکتور د ملاتړ لپاره هڅې دوام ولري.
ښاغلي ادریس همدارنګه وویل چې د امکاناتو او شته سرچینو په چوکاټ کې به مطرح شوې غوښتنې، اندېښنې او ستونزې وڅېړل شي او لازمې حل لارې به ورته وموندل شي.
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ په ټول هېواد کې د مسلکي رسنیزو فعالیتونو لپاره د لا غوره فرصتونو د برابرولو او د بیان ازادۍ د پیاوړتیا په موخه له حکومتي مسؤلینو او رسنیو سره ناستې کوي او هڅه کوي چې په هېواد کې د خبریالۍ د مسلک د ستونزو لپاره مناسبې او عملي حل لارې ومومي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0