د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي تعارفي ليدنه 

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي تعارفي ليدنه 

فبروري 25, 2026 - 09:40
اپرېل 18, 2026 - 16:35
 0  7
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي تعارفي ليدنه 

فقير محمد فقيرزی د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولايتي مسوول په ننګرهار کې، د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره تعارفي ليدنه وکړه. دغه ناسته د همغږۍ د پياوړتيا، د بنسټ د پروګرامونو د معرفي او په ننګرهار کې د رسنيو او خبريالانو د وضعيت د ارزونې په موخه ترسره شوه.
په دې ليدنه کې فقير محمد فقيرزی د بنسټ لنډه پېژندنه وړاندې کړه او د خبريالانو د حقوقي ملاتړ، د مسلکي ظرفيتونو د لوړولو او د رسنيو لپاره د خوندي کاري چاپېريال د رامنځته کولو په اړه يې معلومات ورکړل. نوموړي ټينګار وکړ چې AJMSO هڅه کوي د اړوندو ادارو په همکارۍ په ټول هېواد کې د رسنيو د ودې او پياوړتيا زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس د بنسټ د ولايتي استازي له فعاليتونو هرکلی وکړ او د رسنيو رول يې د واقعيتونو په انعکاس، سالم پوهاوي او د خلکو او ادارې ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا کې مهم وباله. هغه ډاډ ورکړ چې ياد رياست به د نافذه قوانينو او طرزالعملونو په چوکاټ کې د رسنيو له مسلکي فعاليتونو ملاتړ وکړي او له ياد بنسټ سره به لا زياته همکاري او همغږي ولري.
د ناستې په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاريو پر دوام، د رسنيو او د اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ د اغېزناکې همغږۍ پر رامنځته کولو او په ننګرهار کې د خبريالانو د ستونزو د حل پر هڅو ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ په ټول هېواد کې د خبريالانو د ملاتړ، د هغوی د حقونو د دفاع او د رسنيو د مسلکي معيارونو د پياوړتيا لپاره فعاليت کوي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0