د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي ليدنه 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي ليدنه 

فبروري 26, 2026 - 10:03
اپرېل 18, 2026 - 16:35
 0  12
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ د ولايتي استازي ليدنه 

په غزني ولايت کې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولايتي استازي عبدالخالق وصال امیري، د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس ملا حميدالله نثار سره تعارفي ليدنه وکړه.
په دغې ليدنه کې ښاغلي امیري وویل چې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د خبريالانو د حقوقي ملاتړ، د مسلکي ظرفيتونو د لوړولو او د رسنيو او خبريالانو لپاره د خوندي کاري چاپېريال د رامنځته کولو لپاره کوښښ او هلې ځلې کوي. نوموړي ټينګار وکړ چې AJMSO هڅه کوي د اړوندو ادارو په همکارۍ په ټول هېواد کې د رسنيو د ودې او پياوړتيا زمينه برابره کړي او د خبريالانو له حقونو او کاري مصونيت څخه ملاتړ وکړي.
له دې سره د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار د ياد بنسټ له فعاليتونو هرکلی وکړ او د رسنيو رول يې په سالمه اطلاع رسونه، د ټولنې پوهاوي او د واقعيتونو په انعکاس کې مهم وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست به د نافذه اصولو او طرزالعملونو په چوکاټ کې د خبريالانو له مسلکي فعاليتونو ملاتړ وکړي او له ياد بنسټ سره به لا زياته همکاري او همغږي ولري.
د يادونې وړ ده چې د افغان خبريالانو او رسنيو د ملاتړ بنسټ په ټول هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ، د هغوی د حقونو د دفاع او د مسلکي معيارونو د پياوړتيا لپاره فعاليت کوي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0