د فراه ولایت له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د افغان خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ د رییس غونډه

د فراه ولایت له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د افغان خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ د رییس غونډه

فبروري 5, 2026 - 07:00
فبروري 5, 2026 - 07:11
 0  10
د فراه ولایت له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د افغان خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ  د رییس غونډه
د فراه ولایت له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د افغان خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ  د رییس غونډه
د فراه ولایت له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د افغان خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ  د رییس غونډه
د فراه ولایت له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د افغان خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ  د رییس غونډه

د خبریالانو اورسنیود ملاتړ بنسټ مشرعبدالقدیم ویاړ د خپلو کاري لیدنو په لړ کې د فراه ولایت له یو شمېر خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره وکتل او د اطلاع رسونې او مسلکي کارونو په برخه کې یې دهغوی د ژمنتیا او هڅو ستاینه وکړه. نوموړي د خبریالانو او رسنیو رول د واقعیتونو په انعکاس او د عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله.
د غونډې په جریان کې ازاد بحث وشوڅو خبریالان وکولای شي خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړي. ګډونوالو د خپلو مسلکي فعالیتونو پر وړاندې پر شته ننګونو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي او کاري ستونزو رڼا واچوله او یادو برخو کې یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ مشر د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار وکړ او بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ. هغه وویل چې مطرح شوې ستونزې به له اړوندو ادارو او مسوولینو سره شریکې کړي، تر څو د حل لپاره یې عملي لارې ولټول شي.
ښاغلي ویاړ همدارنګه په دغه غونډه کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو لپاره پرهدفمند کار ټینګار وکړ او ویې ویل هڅه کوي چې د روزنیزو او حمایوي پروګرامونو له لارې په فراه ولایت کې د خبریالانو د مسلکي ودې زمینه برابره کړي.
په پای کې، د غونډې ګډونوالو دا ناسته د متقابل تعامل، همغږۍ او په فراه ولایت کې د خبریالۍ د کاري فضا د ښه ‌والي لپاره یو رغنده ګام وباله او د ورته ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0