د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړبنسټ (AJMSO)
1. د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړبنسټ (AJMSO)
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (Afghan Journalists and Media Support Organization – AJMSO) یوه خپلواکه، غیرسیاسي او غیرانتفاعي اداره ده چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ، پیاوړتیا او د هغوی د حقونو د دفاع په موخه رامنځته شوې ده.
په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته، ګڼ شمېر هغه رسنۍ چې پر بهرنیو مالي مرستو متکي وې او یا د سیاسي تړاو لرونکو اشخاصو له خوا اداره کېدې، اړ شوې چې خپلې چارې ودروي. همدارنګه، د رسنیو د عوایدو کمښت د دې لامل شو چې زیاتې رسنۍ له جدي مالي ستونزو سره مخ شي او په پایله کې مسلکي خبریالان او کارکوونکي کم کړي. له بلې خوا، له هېواده د یو شمېر خبریالانو وتل د مسلکي کادرونو کمښت نور هم زیات کړی دی.
په داسې شرایطو کې، د رسنیو د بقا ملاتړ، د خبریالانو د اقتصادي وضعیت ښه کیدل، د مسلکي وړتیاوو لوړول او د بیان د ازادۍ دفاع لپاره هدفمند، دوامدار او اغېزناکو هڅو ته جدي اړتیا لیدل کېږي. د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ د همدې اړتیاوو په درک کولو سره خپلې چارې پیل کړې دي، څو د رسنیو پر وړاندې د زیاتو ستونزو مخه ونیسي او خبریالانو او رسنیو ته د مسلکي فعالیت د دوام زمینه برابره کړي.
AJMSO په دوامداره توګه د خبریالانو او رسنیو لپاره حقوقي ملاتړ، معلوماتو ته د لاسرسي اسانتیا، د کاري خوندیتوب لوړول، مسلکي ظرفیت لوړونه او د مسوولانه او مسلکي ژورنالیزم دودولو لپاره کار کوي. بنسټ باور لري چې ازادې رسنۍ او مسلکي خبریالان د ټولنې د عامه پوهاوي، روڼتیا او د عامه ګټو د ساتنې لپاره بنسټیز رول لري.
سره له دې چې AJMSO یوه نوې اداره ده، خو د هېواد د مطبوعاتو او رسنیو په برخه کې د پراخې تجربې او روښانه سابقې لرونکي کسان ورسره مل دي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0