بلخ کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استاز معرفي شو
بلخ کې د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ ولایتي استاز معرفي شو
د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ (AJMSO) ولایتي استازی په بلخ ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې ځایي مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و، معرفي او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ.
دغه غونډه د شنبې په ورځ د ثور په ۵مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې جوپه شوه چې په ترڅ کې یې صبغتالله توران د یاد بنسټ د ولایتي استازي په توګه معرفي شو.
په دغه غونده پروګرام کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمدالله ضرار، د رسنیو د پیاوړتیا او د کره او شفافو معلوماتو د خپرولو لپاره د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د AJMSO ولایتي استازي سره له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړي. هغه د رسنیو ملاتړو بنسټونو رول د خبریالانو د ستونزو په تعقیب، د مسلکي سلا مشورو په وړاندې کولو او د دولتي او غیردولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم او اغېزناک وباله.
په همدې حال کې د AJMSO د بلخ ولایتي استازي صبغتالله توران، د بیان ازادۍ پیاوړتیا او د خبریالانو او رسنیو ملاتړ د دې بنسټ له اساسي موخو څخه وبللې. هغه د شفافیت او حساب ورکونې په پیاوړتیا کې د رسنیو پر ونډې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال رامنځته کول، د هغوی د حقونو خوندي کول، د اطلاعاتو د خپرولو د کیفیت لوړول، د مسلکي ژورنالیزم پیاوړتیا او د روزنیزو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو برابرول د هیواد د رسنیزې ټولنې جدي اړتیا ده او AJMSO به په دغه برخه کې پوره هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو خبریالانو او مسوولانو د منظمو ناستو او روزنیزو دورو د جوړیدو غوښتنه وکړه، تر څو د رسنیو او خبریالانو موجوده اصلي ستونزې په سمه توګه وپېژندل شي او ورته بنسټیزې حل لارې وموندل شي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0