واکس پاپ(د خلکو غږ)

واکس پاپ(د خلکو غږ)

جنوري 14, 2026 - 10:22
جنوري 14, 2026 - 12:00
 0  2
واکس پاپ(د خلکو غږ)

 له لارویانو څخه پوښتنې د فوکس پاپ بنسټ جوړوي، چې په هغه کې مخاطب کس انتخاباتي نه دی. په فوکس پاپ کې اصولآ یوه پوښتنه طرحه کیږي، چې په هغه کې د یوې ځانګړې موضوع په اړه یو سلسله عقاید راټولیږي.  کومه نتیجه چې له واکس پاپ څخه حاصلیږي، په هیڅ صورت له عامه فکرونو استازیتوب نه شي کولی.

 

د خلكو غږ چې په ژورناليزم كې ورته واكس پاپ (Vox Pop) هم وايي او هغه ژورناليسټيك ژانر دى چې په دې كې د خلكو غږونه، نظرونه، اندونه او مفكورې وړاندې او راوړلى كېږي. واكس پاپ له دوو لاتيني كليمو (Vox) او (Pop) څخه رغول شوى دى، واكس (Vox) د انګرېزۍ د (Voice) له ويي او كليمې سره ورته هممانيزه ويل كېږي چې په پښتو كې د (غږ) مانا وركوي او پاپ (Pop) د انګرېزۍ د (People) له ويي سره ورته هممانا دى چې په پښتو كې د (خلك) مانا وركوي، نو د واكس پاپ بشپړه مانا ((د خلكو غږ)) كېږي.

په واكس پاپ كې له خلكو نه پر يوه پېښه باندې يوه پوښتنه كېږي، په دغه ژورناليسټيك ژانر كې بايد د هر چا (د لوستي او نالوستي) نظر واخيستل شي، دا، دا مانا لري چې د ټولنې د وګړيو تر مينځ مو توازن ساتلى وي. واكس پاپ د مرچ او مالګې دريځ (حيثيت) لري، نه بايد ډېر زيات وي او نه ډېر كم، ځكه كه ډېر شي، نو تريخ او تريو څرګندېږي او كه كم شي، بېخونده او بې مزې پاتې كېږي. ټولو نظروركوونكيو ته په واكس پاپ كې بايد برابر او يو ډول وخت وركړل شي، د دې مانا ده چې د نظروركوونكيو تر مينځ مو توازن ساتلى وي.

د خلكو غږ (واكس پاپ) څه ډول په خپرونه كې ځايېږي؟

مخكې له دېنه چې د خلكو غږ په خپرونه (ورځپاڼه، راډيو، ټلويزيون او ...) كې خپور شي، لومړى بايد ژورناليسټ دمخه ترې مخنۍ (مقدماتي) خبرې وكړي چې د خلكو غږ په پلانكۍ موضوع اړوند دى او په هغې كې څه نا څه روښانتيا او وضاحت وركړي. همدارنګه دې دا هم روښانه كړي چې پوښتنه په دې ډول ده، تر څو ليدونكي، اورېدونكي او لوستونكي پوه شي او د پوښتنې په اړه د نظروركوونكيو تحليل او تفسير ښه اخذ او واخيستلى شي.

د خلكو غږ په راډيو او ټلويزيون كې يو ډول راوړل كېږي يانې لومړى ژورناليسټ خبرتيا Announce وركوي، پوښتنه په دې ډول ده او وروسته د خلكو غږونه او نظرونه وړاندې كوي، خو په چاپي خپرونو Print Media كې بيا لومړى پوښتنه ليكل كېږي، وروسته اداريه چې مخنۍ خبرې هم ورته وويل شو يانې د موضوع روښانتيا او وضاحت وركول كېږي او وروسته د خلكو غږونه او نظرونه راوړل كېږي چې د نظرونو تر څنګ د نظروركوونكيو نوم، اوسنۍ دنده، انځور او نظر راوړل كېږي. همدارنګه دې د ژورناليسټ يا ((د خلكو غږ)) د راټولوونكي نوم هم يوې خوا ته دې وليكل شي چې پلانكى د دې مجموعې راټولوونكى دى.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0