ریپوټ یا راپور

ریپوټ یا راپور

جنوري 14, 2026 - 10:16
 0  1
ریپوټ یا راپور

د خبري ژانرونو له ډلې څخه یو مهم ژانر ریپوټ دی چې د خبر نیمګړې برخې بشپړوي، سپړي یې او د یوې پېښې او موضوع په اړه تفصیلي معلومات مخاطبانو ته وړاندې کوي، کوم چې په خبر کې نه وي ذکر شوي

ریپوټ په خپل غږ کې له یوه ژورنالیستي، عیني او اطلاعاتي ریپوټ څخه عبارت دی چې په هغه کې په موضوع کې د دخیلو جانبینو دلیلونه او د نظرونو څرګندول د خپل غږ په شکل انعکاس کیږي.

راپور له آره هغه لیکنې یا مقالې ته وایي چې پر رښتینولۍ ټیکاو ولري او د یوې پېښې، یا د یوه سکالو څرانگوالی او یاهم یو عمل په بې پرې توگه څرگند کړي . موخه یې یوازې خبر ورکول یا خبرول دي.

د خبر او ریپوټ تر منځ کوم لوی توپیر نشته . یوازېنی توپیر یې په څومره والي یا اندازه کې دی . راپور له خبره اوږد وي . د خبر په پرتله په راپور کې یو سکالو د هغه له ټولو اړخونو او ټولو هغو حقیقتونو سره په ژوره توگه څېړل او لیکل کېږې چې د سکالو په لا روښانولو کې رغنده رول لوبولی شي.

ځینې وايي راپور د خبر بشپړونکې او پراختیایي بڼه ده، چې له خبره بهر توکي مخاطبانو ته وړاندې کوي، سره له دې په یو بل ځای کې د خبر تعریف دا ډول راوړل شوی دی، چې د خبر شپږګونه عناصرو ته چې: څوک؟ څه شي؟چېرته؟ څه وخت؟ ولې؟ او څرنګه؟ دي، توضیح او تشریح کوي، او تر ډېره د ولې؟ او څرنګه؟ د پوښتنو په ځوابولو راڅرخي، څو د مخاطبانو هغه پوښتنې چې په خبر کې نه دي ځواب شوې په راپور کې پیدا او ځواب شي.

یو خبریال اوریدونکو ته د اطلاعاتو رسونې لپاره کولی شي له بیلابېلو سبکونو او فارمټونو کار واخلي لکه( خبر، مرکه او یا هم ریپوټ).

خبریال د دې حق نه لري چې په ریپوټ کې شخصي نظر وړاندې کړي او یا یې هم په اړه تعبیر او تغسیر وکړي. یعني په دې ځای کې هم باید خبر ته ورته عیني واوسي.

ځینې وخت یو خبر د انگازې او اوازې په ډول وي، خو د یوې اړین سکالو یا پېښې په باره کې وي چې باید نورې څېړنې وشي . نو په داسې وخت کې کېدای شي چې خبریال د خبر له خپراوي څخه د لنډ وخت لپاره ډه ډه وکړي او د دې پېښې په باره کې نور کره مالومات راټول کړي او بیا یې په یوه راپور کې راونغاړي . بې له شکه چې داسې راپور به د یوه خبر په پرتله چې پر انگازه ټیکاو ولري، سل په سلو کې ښه او د ډېرو مالوماتو جوگه به وي

خبریال باید له عام فهمه او ساده ژبې کار واخلي او د دې اجازه نه لري چې د ارزونې کوونکې کلیمې وټاکي.

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0