خبر

خبر

جنوري 13, 2026 - 10:17
جنوري 13, 2026 - 10:21
 0  1
خبر

 خبر د پېښو، نظرونو او حقیقتونو په اړه تازه او کره اطلاعاتو او معلومات دي.

 یا هم د هغه څه په اړه چې پیښ شوي وي، یا د هغه څه په اړه چې د مخه یې په باب څه نوې ویل شوي ،هغه ته خبر ویل کیږې. د ځینو پیښو په هکله نوې معلوماتو ته په ځانګړي ډول هغه چې د ابلاغ د وسایلو لکه (ورځپاڼه ،اوونیزه ،خبریزه میاشتینۍ، راډیو، ټلویزیون او انټرنیټ )برابرکړي وي خبر ویل کیږي.

په ټولیز ډول سره ویلی شو چې د پیښو موندلو،لاسته راوړنو او آندونو په اړه سم او پر وخت معلومات خبرونه دي ،همدارنګه ټولې هغه پیښې چې لوستونکی اغیزمن کوي او یا ورته په زړه پورې وي ،هغه هم د خبرونو درجه لري.

نو څرګنده شوه چې خبر پیښه ،مشاهده ،غیرمعمولي حادثه ،په زړه پورې والی ،تازه توب، نوی والی، حقایق ، پیغام ، راپور،منظم جریان، معنی لرونکې پیښې، عقاید، عمومي افکار،  ناپیلی، سیاسي او د ټولنیزې نړۍ محصول یعنې د خبریال نظر او تبصره پکې د معلوماتو د ورکړې پر وخت ورګډ نه وي  خبر بلل کیږي.

 

خبرونه تل عیني اوسي او باید د خبریال لیدلوری منعکس نکړي. د خبر ژبه باید ډېره ساده او روانه وي.

یو رسنیز پروګرام له خبر پرته نیمګړی وي.

خبر د یوې رسنۍ هویت ته ورته دی، که خبر هر څومره کره او د باور وړ وي، په هماغه اندازه رسنۍ هم د مخاطبینو ترمینځ لوړ ځای لري.

په همدې توګه یوه خبریال ته په کار ده چې د خبرونو په ټاکنه او جمله بندۍ کې له پوره دقت څخه کار واخلي او ځینې قواعد او اساسات مراعات کړي.

په ځانګړې توګه باید تل له ځانه وپوښتي چې آیا دا پېښه تازه ده؟ په دې تازه پېښه کې کوم شیان مهم دي؟ آیا د اوریدونکو، لیدونکو او لوستونکو لپاره جالب او ګټور دي؟ کله یې چې خپلو دې پوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ، کولای شي چې د خبر متن چمتو او خبر خپور کړي.

اوریدونکي او لیدونکي د خبر له لارې له نویو پېښو، پرمختګونو اوجریانونو څخه خبریږي. مطالب باید د دوی لپاره تازه، مهم او جالب واوسي. خبر باید د لیدونکي او اریدونکي ملاتړ وکړي ترڅو د پېښو په اړه خپله شخصي عقیده ولري او وکولای شي چې ستونزې په سم ډول تحلیل کړي.

 

د خبر بنسټیز عناصر (5W+H)

هر بشپړ خبر باید لاندې شپږو پوښتنو ته ځواب ووایي:

 

    څوک؟ (Who): د پیښې کرکټر یا عاملین څوک دي؟

    څه؟ (What): څه پیښ شوي؟

    چېرته؟ (Where): پیښه په کوم ځای کې شوې؟

    کله؟ (When): د پیښې وخت(پیښه کله شوې)؟

    ولې؟ (Why): د پیښې لامل څه و؟

    څنګه؟ (How): پیښه څنګه رامنځته شوه؟

 

۳. د خبر ارزښتونه (News Values)

هغه معیارونه دي چې پر اساس یې یوه موضوع د خبر لپاره ټاکل کېږي:

 

    تازه توب (Timeliness): خبر باید نوی وي.

    نږدېوالی (Proximity): هغه پیښې چې خلکو ته په نږدې سیمه کې کیږي، ډیر اهمیت لري.

    شهرت (Prominence): د مشهورو کسانو په اړه خبرونه ډیر لوستونکي او اورېدونکي لري.

    تقابل یا شخړه (Conflict): جګړې، سیاسي ناندرۍ او مخالفتونه خبري ارزښت لري.

    عجیبه توب (Oddity): غیرعادي او نادره پیښې.

 

۴. د خبر لیکلو بڼه (Inverted Pyramid)

په ژورنالیزم کې تر ټولو عامه بڼه "سرچپه هرم" ده. بلیګې یې:

 

    مهم معلومات (لید): په پیل کې راځي.

    جزیات: په منځنۍ برخه کې راځي.

    کم اهمیت لرونکي معلومات: په پای کې راوړل کېږي.

 

 

ستاسو غبرګون څه دی

خوښ خوښ 0
ناخوښ ناخوښ 0
مينه مينه 0
خندوونکی خندوونکی 0
قهرجن قهرجن 0
خفه خفه 0
واه واه 0