تبصره
تبصره
تبصره په لغت کې بينا کولو او روښانولو ته وايي او په اصطلاح کې د پېښو سپړنه، روښانه کول او څېړنه ده، چې د ډله ييزو اطلاعاتي رسنيو له لارې لوستونکو، ليدونکو او يا هم اورېدونکو ته وړاندې کېږي. تبصره معمولاً په هغه مسايلو ليکل کېږي چې د خبر په چوکاټ کې مخکې له مخکې خپاره شوي وي خو دغه مسايل لا ډېرو څېړنو ته اړتيا ولري.
په عامه معنا تبصره هغه لنډه توضیحي یا تکمیلي جمله یا فقره ده چې له اصلي متن سره د دې لپاره ورزیاتېږي چې ابهام لرې کړي، استثنا روښانه کړي یا نور جزییات بیان کړي، پرته له دې چې د متن اصلي جوړښت یا محتوا بدله کړي.
دغه راز په رسنیو کې د اختلاف وړ موضوعاتو په اړه د یوه خبریال شخصي نظر څرګندولو یا زیاتونې ته تبصره وایي. تبصره نه شي کولی چې د یوه راپور په ډول عیني او متوازینه وي او تل د تبصره کوونکي ذهني قضاوت او نظرڅرګندوي.
په تبصره کې باید تل د تبصره کوونکي نوم ذکر شي، ترڅو لیدونکي او اوریدونکي پوه شي چې دا یو شخصي نظر دی او په رسنۍ پورې اړه نه لري.
د تبصرې موخه دا نه ده چې یوازې اوریدونکي او لیدونکي له حقایقو، پېښو او یا هم د یوې موضوع له پرمختګونو څخه خبر کړي، بلکي خبر باید په یوه تازه بحث بدل او هغه تنظیم او ارزیابي کړي او احتمالي پایله یې وښيي.
تبصره له هغه منفي او یا هم مثبت نقادانه نظر څخه عبارت ده چې له اوریدونکي او لیدونکي سره مرسته کوي ترڅو د موضوع په جزیاتو ښه پوه شي او په اړه یې خپل شخصي تحلیل ولري. لیدونکي او یا هم اوریدونکي د یوې موضوع په اړه د تبصرو په نتیجه کې کولای شي چې ستونزه په غور سره درک کړي او په اړه یې خپل انتقادي نظرولري.
تبصره کولای شي د هر ډول لکه سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ټولنیزو، چاپیریال ساتنې، سپورټي او نورو موضوعاتو په هکله وشي، البته دا مسایل باید تازه، بحث پارونکې او د خلکو د خوښې وړ وي، بغیر له دې د اوریدونکو او لیدونکو لپاره جالب نه دي.
ستاسو غبرګون څه دی
خوښ
0
ناخوښ
0
مينه
0
خندوونکی
0
قهرجن
0
خفه
0
واه
0